د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د تمیم شنسب او په جرایمو کې ورسره د نولسو تنو شريکانو د قضيې تحقيقات پای ته رسېدلي او نتايج يې محکمې ته سپارل شوي دي.
د لویې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:
"هغه جرایم چې تمیم شنسب ورباندي تورن دی او د څارنوالۍ له خوا ثابت شوي، د دوو کسانو وژنه، د پنځو کسانو ټپي کول، د محکمې له حکمه سرغړونه، د عامه نظم اخلال، د عامه خدماتو پر ساتونکو تېری، د ملکيت غصب او دولتي او ملکي کسانو ته زيان رسول دي."
دا چې محکمه به په دې اړه څه وخت پرېکړه وکړي، تر اوسه څرګنده نه ده.
مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې پولیسو د محکمې له حکم سره سم غوښتل د تمیم شنسب اوسنی کور چې دی پکې اوسېده، پرېږدي، خو ده د محکمې دا حکم ونه مانه او وسله وال مقاومت یې پیل کړ چې په نتيجه کې یې دولتي کارکوونکو او عادي خلکو ته ځاني او مالي زیان واوښت.