د ایران د پارلمان يوه غړي ويلي چې د دې هېواد په بهرني سياست کې داسې مصارف شته چې ډېری يې غير ضروري دي او کولای شي چې ايرانیان د رکود په حالت کې د تهران سړکونو ته راوباسي.
په يوه داسې وينا کې چې تمهیې نهکېده، جلیل رحيمي جهان ابادي د پارلمان د کاري اجنډا په پيل کې وويل چې درانه مصارف چې لومړيتوب نهلري، بايد لهمنځه لاړ شي.
ښاغلي جهان ابادي په خپله وينا کې پخواني شوروي اتحاد ته اشاره وکړه او ويېویل چې هغه هېواد د اټمي وسلو پر زېرمو او د نړۍ پر کچه پر نفوذ لرلو سربېره ونهتوانېد چې خپل ځان خوندي وساتي.
د جهان ابادي دا خبرې د ایران د بهرنۍ پالېسۍ په اړه د ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي له رسمي دريځ سره په ټکر کې دي.
جهان ابادي اصلاحات غوښتونکی سياستوال دی چې د ایران په مجلس کې د سني پارلماني ډلې مشري کوي.
دی پخوانی علمي او اکاډميک کس دی او لس کاله د ایران د جمهوري ریاست د اسنادو مسؤل پاتې شوی دی.
د ايسنا خبري اژانس د راپور له مخې، جهان ابادي وویل چې په سیمه کې د ایران نفوذ مهم دی، خو یوه خبره بايد هېره نهشي چې ځيني وختونه تر حده زیات مصارف ښايي خلک د تهران سړکونو ته اړ باسي.