تمه ده چې د کابل د رأیو د ۳۰۰ محلونو تفتیش نن پای ته ورسېږي

ارشیف، د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

تمه ده چې د کابل د رأیو د ۳۰۰ محلونو تفتیش نن پای ته ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د دغه بهیر له بشپړېدو سره به د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلانولو لپاره تیاری ونیسي.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېره شپه ازادي راډیو ته په‌دې اړه وویل:

"نهایي کوښښ روان دی، څو د سې شنبې د ورځې تر پایه پورې دغه د ۳۰۰ محلونو تفتیش پای ته ورسېږي او د دغو محلونو له تفتیش وروسته به موږ وتوانېږو چې د همدې اوونۍ تر پایه یا هم د راتلونکې اوونۍ په سر کې د کابل ابتدایي لېست هم خپور کړو."

ښاغلي سادات زیاته کړه چې په‌دغو ۳۰۰ محلونو کې د تفتیش بهیر د اسنادو د نشتوالي د ستونزې له کبله د یکشنبې په ورځ پیل شو.

د هغه په وینا د تفتیش بهیر د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون، د سیاسي ګوندونو او پر انتخاباتو د څار د بنسټونو د استازو په حضور کې پر مخ وړل کېږي.

تر اوسه د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.