هندوستان په کرکټ کې د استرالیا پر وړاندې تاریخ جوړ کړ

آرشیف، د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روهیت شرما

د کرکټ هندۍ لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ټېسټ کرکټ سیالیو کې استرالیا ته په خپل کور کې ماته ورکړه او له دې سره‌يې تاریخ جوړ کړ.

د څلورو ټېسټ لوبو وروستۍ سیالي که څه هم بې‌نتیجې پای ته ورسېده، خو له دې وړاندې د هندوستان دوو بریاوو د هغه هېواد په تاریخي بریا کې مهم رول درلود.

داسې چې د څلورو ټېسټ سیالیو دوه سیالۍ د هندوستان او یوه سیالۍ يې د کوربه استرالیا په بریا پای ته ورسېده، خو یوه وروستۍ يې بې‌نتیجې اعلان شوه.