په یونان کې افغان کډوال او پناه غوښتونکي د ژمي سړې هوا له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د یونان له مرکز اتن څخه ۴۰ کېلو متره لیرې د ملاکاسا په نوم د کډوالو یو کمپ دی چېرته چې سلګونه افغان کډوال او پناه غوښتونکي مېشت دي.
په اروپا او په ځانګړي ډول په یونان کې د روان ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې د سړې هوا څپه پورته شوې ده چې له املهيې د ملاکاسا د کمپ کډوال هم له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
ارشیف، په یونان کې یو شمېر کډوال
دا کډوال وايي، د شپې لهخوا هوا دومره سړه وي چې دوی خوب هم نهشي کولای.
عبدالله چې د کډوالو په دې کمپ کې اوسېږي، وايي:
"زه په خپله د شپې لهخوا خوب نهشم کولای، څو ځله پاڅېږم او موسم ګورم چې ډېر ساړه دي، زما په شان دلته نورې کورنۍ هم ورته احساس لري."
لس کلن عامر بل افغان دی چې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه یونان ته رسېدلی دی.
عامر وايي، په کمپ کې ډېر ساړه دي او دی حتی د ویده کېدو لپاره وسایل هم نهلري.
د نوي ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل سره سم په یونان کې د ژمي د سړې هوا څپه پورته شوې ده او تر اوسه پورې يې په دغه هېواد کې ۳ کسان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د اټکل له مخې، څه د پاسه ۱۰ زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې له غیر قانوني او مرګونو لارو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخيستلو په هدف راوتلي، د یونان د حکومت لهخوا په جوړو شویو کمپونو کې د یوه نا معلوم برخلیک په تمه په سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.