د تایلند د کډوالۍ د پولیسو مشر وايي، هغه ځوانه سعودي نجلۍ چې د بنکاک په هوايي ډګر کې تم کړای شوې ده، د هغې د خوښې خلاف به هېڅ چېرې وانهستول شي.
د رهف محمد القنون په نوم دې ۱۸ کلنې نجلۍ غوښتل اسټرالیا ته ولاړه شي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.
هغه وايي، د کورنۍ لهخوا یې د مرګ له ګواښ سره مخ ده.
تایلندي امنیتي چارواکي جنرال سوراچتي هاکپارن د بنکاک په هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ۱۸ کلنې رهف محمد القنون ته به اجازه ورکړل شي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له چارواکو سره وګوري.
نوموړې وویل د ملګرو ملتونو چارواکي به له کوره د دې تښتېدلې سعودي نجلۍ سره نن ناوخته خبرې وکړي.
القنون چې د بنکاک د هوايي ډګر په یو هوټل کې یې ځان حصار کړی د جنورۍ په پنځمه نېټه په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټویټر کې د پوسټونو په خپرولو له خلکو د مرستې غوښتنه پیل کړه.
Rahaf Mohammed رهف محمد القنون@rahaf844277145 hours agoI’m calling for all people inside the transit area in Bangkok to protest against deporting me to KuwaitPlease I need u allI’m shouting out for help of humanity
— คนสู้ ไม่ยอมแพ้ (people fighter) (@peoplefighter1) January 7, 2019
نوموړې وايي، کله چې له کوېټه بنکاک ته ورسېده، د هغې پاسپورټ ځینې اخیستل شوی.
قنون د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، نوموړې له کوېټ څخه ځکه وتښتېده چې کورنۍ یې پسې هلته ورغلې وه.
د هغې په وینا غوښتل یې د تایلند له لارې اسټرالیا ته ولاړه شي او هلته د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.
د دې سعودي نجلۍ په وینا کله چې په بنکاک کې له الوتکې کوزه شوه، ونیول شوه او ورته وویل شول چې بیرته به کوېټ ته واستول شي.
نوموړې پر خپل ټویټر ویلي «دا له رښتیني خطر سره مخ ده» او که بېرته کوېټ ته واستول شي، د کورنۍ لهخوا بهیې ووژل شي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې چې ګوندې د هغې پاسپورټ دوی باطل کړی دی.
دوی په یو ټویټ کې ویلي چې القنون د تایلند د سفر له قوانینو د سرغړاوي په تور تایلندي چارواکو توقیف کړې ده.