د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس د مرکچيانو او د حکومتي چارواکو ترمنځ په پرونيو مذاکرو کې د کوم لوى پرمختګ راپور نهدى ورکړل شوى.
دوى هڅه کوي د بودجې پر سر پر يوه موافقه سلا وکړي چې ورسره د امريکا د حکومت د ځينو برخو پرچاوي پاى ته ورسېږي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ لا هم پر خپله غوښتنه ټينګار کوي او له مکسيکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لپاره ٥ اعشاريه ٦ میليارد ډالره غواړي.
ټرمپ وايي، دغه دېوال به د غير قانوني کډوالو او مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره ضروري دى.
ډموکراتان چې د استازو په جرګه کې اکثريت دي، د دغه دېوال لپاره د بودجې له ورکړې سره مخالفت کوي.