کورنيو چارو وزارت به د نيمه دولتي زورواکو لېست اعلان کړي

ارشیف، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش په یوه خبري غونډه کې.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په نېږدې راتلونکي کې به د نيمه دولتي زورواکو لېست اعلان کړي.

د وزارت په حواله دغه کسان د نظام له امکاناتو په استفاده په مستقيم يا غيرمستقيم ډول عامه نظم اخلالوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش په فېس‌بوک کې ليکلي، له دغو زورواکو به غوښتنه کېږي چې له وزارت سره حساب کتاب وکړي.

د ښاغلي دانش په حواله، که دغه کسان حاضر نه‌شي، د پوليسو له نرم ځواک څخه په استفاده به‌يې بانکي حسابونه بند او د دوى او کورنيو په وړاندې به‌يې هوايي ډګرونه وتړل شي.