سادات: د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه چټکه شي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات په یوه خبري غونډه کې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هیله‌مند دی چې په راروانو ورځو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه چټکه شي.

د کاندیدانو د نوم‌لیکنې رسمي پروسه څلور ورځې مخکې د جدي په ۱۳مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر پایه به دوام کوي.

دا چې تر اوسه پورې څومره کسانو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي؟

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"تر پرونه پورې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره دوو کسانو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو په توګه ځانونه ثبت کړي او ۷۲ کسانو له دې کمېسیون څخه معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي."

دغه دوه کاندیدان چې ځانونه‌یې رسماً د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په توګه ثبت کړي، د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام او عبدالحکیم تورسن دي.

ټاکل شوې، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي.

تر اوسه د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په ګډون څو محدودو کسانو اعلان کړی چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره ځان کاندیدوي، خو له یوې مودې راهیسې ډېرو نورو سیاسي څېرو او جهادي مشرانو هم د انتخاباتي ټیم د جوړولو لپاره هڅې پیل کړي دي.