د افغانستان دفاع وزارت وایي، د وسلهوالو طالبانو په وړاندې تهاجمي عملیات به تر هغو روان وي چې د دې ډلې جنګي ماشین کمزوری او مالي سرچینې وچې شي.
د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد امنیتي ځواکونه اوس له دفاعي حالته وتلي او تهاجمي بریدونو تهیې مخه کړې ده.
ښاغلي جاوید زیاته کړه چې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده.
دی زیاتوي:
"په بشپړه توګه له دفاعي حالت نه اوس موږ وتلي یو ځکه اوس موږ هوایي بریدونه زیات کړي دي. زموږ د کماندو عملیات زیات شوي، زموږ نور تصفیوي عملیات زیات شوي دي. په ننګرهار کې تاسو ولیدل چې موږ ډيرې سیمې له دوی نه پاکې کړې، یا په هلمند، فاریاب او غزني کې او اوس په میدان وردګو کې چې زموږ عملیات روان دي، یوازنۍ موخهیې همدا ده چې موږ د دفاعي حالت نه اوس وتلي یو او تهاجمي حالت ته تللي یو."
د دفاع وزارت ویاند دا ومنله چې په ځینو عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي او یو علتیې هم دا دی چې وسلهوال طالبان د خلکو له کورونو د ډال په توګه کار اخلي.