د بدخشان چارواکي: د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي

د بدخشان چارواکي وایي چې د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ د سرو زرو د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.

دا خبره تېره شپه د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډيو ته وکړه.

ښاغلي روحاني وویل:

"په خواشینۍ سره د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د طبیعي پېښې له کبله زموږ ۳۰ هېوادوال چې ټول ولسي خلک دي، په شهادت ورسېدل او اووه تنه هم ټپیان لرو."

له دې مخکې رسنیو د بدخشان د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله ویلي و چې د پېښې په وخت کې شااوخوا ۵۰ کسانو په‌دې کان کې کار کاوه.

ویل شوي چې دغه کان یوه سیند ته نږدې پروت و او د سیمې خلکو یې د اوبو په مرسته سره زر له خاورو او شګو جلا کول.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند په‌دې اړه چې ایا له مخکې د سیمې اوسېدونکو ته د دې کان د نړېدو د خطر په اړه خبرداری نه‌وو ورکړل شوی وویل چې دا سیمه یو څه ناامنه ده او خلک له پخوا راهیسې په خپل سر دغه کېندنې کوي.

د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس د قربانیانو کورنیو ته د عاجلو مرستو رسولو امر کړی دی.