د ارزګان ولایت چارواکو تأيید کړه چې وسله والو طالبانو د کليو او پراختيا رياست څلور کارکوونکي برمته کړي دي.
د کلیو پراختيا رئيس سید شاه حبیبي نن ازادي راډيو ته وويل، وسله والو طالبانو شااوخوا څلور ورځې وړاندې د دوى څلور کارکوونکي چې دوه یې ښځينه دي، برمته کړي دي.
چارواکي زیاتوي چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره يې وسله والو طالبانو ته قومي مخور د مذاکرو لپاره لېږلي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.