د سولې شورا: د سولې د مخامخ خبرو د پيل لپاره پاکستان ته د افغان پلاوي سفر مهم دی

د افغانستان د سولې د عالي شورا نښان

د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو د پيلېدو لپاره پاکستان ته د افغان پلاوي سفر مهم بولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا د رئیس محمد عمر داودزي په مشرۍ پاکستان ته تلوونکی پلاوی به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو د پيلېدو لپاره پاکستاني چارواکي رښتینو او عملي اقداماتو ته وهڅوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال د دې مطلب په څرګندولو سره وویل، پاکستان کولای شي چې طالبان افغان حکومت سره د سولې خبرو چمتو کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

ده وویل:

"دا لومړی سفر دی، دا سفرونه ښايي دوام وکړي، ځکه موږ د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لرو، دغه هېواد کولای شي چې طالبان افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي، موږ هیله لرو چې په دغه بهیر کې پاکستان لا زیات عملي ګامونه واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا د رئیس محمد عمر داودزي په مشرۍ يو پلاوی د راتلونکې سې شنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې، افغان پلاوی به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لوی درستیز، سیاسي رهبرانو او ښايي د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.

د دې شورا ویاند وايي، د دغه سفر هدف په دوو مهمو موضوعاتو څرخي چې يو یې د پاکستان له خوا د افغان حکومت سره د سولې مستقیمو خبرو ته د طالبان هڅول او بل یې د هغه هېواد له خوا د افغانستان د سولې بهیر لپاره د سیمه ییزې اجماع ملاتړ دی.

که څه هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان همکاریو ته تل د شک په سترګه کتل کېږي او دغه هېواد ته د افغان چارواکو سفرونه بې ګټې بلل شوي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا بیا په دې باور ده چې په دې ورستیو کې د افغانستان د کشالې په اړه د دغه هېواد په دریځ کې څه ناڅه بدلون راغلی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ په انقره کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې افغانان له جګړې ډېر کړېدلي او سولې ته سخته اړتیا لري.

د انځور ښي لوري ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لوري ته د پاکستان صدراعظم عمران خان په انقره کې د لیدنې په حال کې

​له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم کابل ته په خپل ورستي سفر کې ژمنه کړې وه چې طالبان به له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته حاضر کړي.

خو له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو کارپوه سید خالد سادات وايي، که د سیمې او نړۍ هېوادونه په يوې ګډې همغږۍ سره په پاکستان فشار راوړي، نو شونې ده چې دا هېواد طالبان افغان حکومت سره د سولې مستقیمو خبرو ته حاضر کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیمې او نړۍ هېوادونه چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي، باید په يو ډول نه يو ډول په پاکستان فشار راوړي، څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ ویلي چې هېواد به یې په پسرلي کې د افغانستان د سولې په اړه د درې اړخیزې غونډې کوربه وي.

ښاغلي اردوغان د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په انقره کې په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې دغه درې اړخیزه غونډه مهمه بللې ده.

راپور: محمد واصل وصال