په میدان وردګ ولایت کې زرو بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړېږي.
د دې ولایت د کرنې ادارې مشر ولید تسل نن ازادي راډيو ته وویل، له دې لارې به دغه بېوزله کورنۍ وکولای شي چې د خپل ژوند اقتصادي حالت ښه کړي.
د چرګانو د وړو فارمونو دغه وېش د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې NHLP له لوري د KNF مؤسسې په مالي مرسته د یاد ولایت په مرکز سربېره، د سیداباد، بندچک او د بهسودو لوموړۍ برخې ولسوالیو په بېوزله کورنیو وېشل کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د پلې کېدو لپاره یو شمېر ښځو ته روزنه هم ورکول کېږي.