دانش: په کابل ښار کې نن سهار يوې چاودنې درې پوځيان ټپيان کړل

ارشیف، د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش

په کابل کې نن سهار د يوه ماين په چاودنه کې درې پوځيان ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، دا د هغه مقناطيسي ماين چاودنه وه چې د پوځيانو په يوه رنجر موټر پورې نښلول شوى و.

پېښه د کابل په ۱۶مه امنيتي حوزه کې شوې ده.

ښاغلى دانش وايي، د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دى.

د پېښې مسؤليت تر اوسه چا نه دى منلى.