د مصر د چاودېدونکو موادو د شنډولو یو ماهر هغه مهال ووژل شو چې د قاهرې په لمنه کې یې د قبطي مسیحیانو د یوې کلیسا مخې ته یې چاودېدونکې وسیله خنثی کوله.
د مصر د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، په دې پېښه کې چې نن یکشنبه پلازمېنې ته نېږدې نصر ښارګي کې وشوه، دوه تنه نور ژوبل شول.
دا پېښه د قبطیانو تر کرسمس دوه ورځې وړاندې وشوه.
هغوی د جنورۍ په اوومه دا ورځ لمانځي.