د امریکا د دفاع پخوانی وزیر هرولډ براون د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.
براون ۳۵ کاله کار وکړ او د ده د دفاع وزارت د ماموریت په دوره کې امریکا په ۱۹۸۰ میلادي کال په ایران کې د یرغملو د ژغورلو هڅه وکړه او همداراز ده له پخواني شوروي اتحاد سره د وسلو پر کنټرول خبرې وکړې.
براون اټمي فزیکپوه و او د دفاع وزارت په موده کې یې د هدایت کېدونکو کروز توغندیو په شان د دغه وزارت دفاعي سېستم مډرن کړ.