چارواکي: په ارزګان او زابل ولايتونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې

افغان چارواکي وايي، د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو پرمهال په ارزګان او زابل ولايتونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل احمد صادق عیسی نن شنبه ازادي راډيو ته وويل چې افغان کومانډو ځواکونو د ارزګان په مرکز ترينکوټ اړوند کوټوالو سيمه کې عمليات ترسره کړي چې پرمهال یې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو مهمات او پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

عیسی همداراز زياتوي چې د ملي اردو اړوند د دوهمې پلې لوا ځواکونو د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال ۳ وسله وال طالبان وژلي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

عیسی وايي، د يادو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، پټنځايونه او نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغو څرکندونو په تړاو څه نه دي ويلي.