چارواکي: په فراه کې وسله والو نن لږترلږه ۱۵ دولتي کارکوونکي تښتولي

په فراه کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن لږترلږه ۱۵ دولتي کارکوونکي تښتولي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا دوو غړو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دا دولتي کارکوونکي په فراه ښار کې خپلو کارونو ته روان وو چې د طالبانو له خوا برمته شول.

د فراه ولایت یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل، وسله والو د ولایت د حاضرۍ د مدیر په شمول، درې تنه ځای پرځای وژلي او ۱۱ تنه نور یې له ځان سره د پشت رود ولسوالۍ ته تښتولي دي.

د دې ولسوالۍ په ډېره برخه وسله وال طالبان واک لري.