د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړي دي.
له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني نن شنبه سهار د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سید عباس عراقچي سره په کتنه کې په نورو د پام وړ موضوعاتو هم بحث وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې د لارو چارو د لټولو په خاطر، تېره اوونۍ هغه هېواد ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر ویلي وو.