د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې له هندي لوري سره ېې پر مهمو مسئلو اغېزمن بحث کړی دی.
محب پرون جمعه د جنورۍ په ۴مه پر ټوېټر لیکلي چې د هند د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال سره د افغانانو په مشرۍ د سولې پر هڅو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره د هند پر همکاریو غږېدلی دی.
حمدالله محب تېره اونۍ د هند په رسمي بلنه هغه هېواد ته ولاړ.
د افغانستان د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي چې محب د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.
په بیان کې نه دي ویل شوي چې اجیت دووال څه وخت کابل ته سفر کوي.