په جلال اباد ښار کې اورلګېدنې ميلیونونه افغانۍ زیان رسولای

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په یوه مارکېټ کې د اورلګېدو له امله دوکاندارانو ته د ميلیونونو افغانیو مالي تاوان رسېدلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې اور د مارکېټ د برښنا په لاینونو کې د شارټۍ له امله لګېدلی و.

عطالله خوګیاڼی وایي:

"اورلګېدنې شااوخوا لس ساعته دوام وکړ، ځکه هلته داسې یوه سیمه نه وه چې د اور وژنې موټر ورغلي وای او هلته یې اور له منځه وړی وای."

د ننګرهار د والي ویاند وویل چې په پرونۍ پېښه کې دوه تنه زخمیان شوي دي.

هغه وویل چې دوکاندارانو ته د رسېدلي مالي تاوان په اړه به څېړنې وشي.