د تاجکستان یوه مدافع وکیله د ۵۵ کلنۍ په عمر مړه شوه

د تاجکستان یوه مدافع وکیله فیض النسا واحدوا چې کلونه يې د دې هېواد له ازاد فکرو، د بشر د حقونو له فعالانو او د حکومت مخالفو سیاسیونو دفاع وکړه، د ۵۵ کلنۍ په عمر مړه شوه.

د واحدووا انګور تهمینه رحیمووا نن ازادي راډیو ته وویل، خواښې يې تېره شپه د سږو د التهاب له امله مړه شوې ده.

واحدووا د مسکو په دولتي پوهنتون کې لوړې زده کړې وې او په ۱۹۹۵ کال کې يې د مدافع وکیلې په توګه کار پیل کړی و.

د بشري حقونو په نړیوال سازمان کې یو څیړونکی سټیف سویردلو د واحدووا مړینه د تاجکستان لپاره یوه لویه ضایعه او هغه يې یوه زړوره مېرمن بللې ده.