ټرمپ د کانګرس له مشرانو د مکسیکو په اړه خبرې کوي

ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د کانګرس له مشرانو سره ویني چې له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو لپاره د ۵ میلیارده ډالرو د غوښتل شوې بودجې په اړه ورسره خبرې وکړي.

له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې له امله د فدرالي حکومت بودجه ځنډېدلې ده چې په نتیجه کې يې د یو شمېر دولتي ادارو چارې درېدلې دي.

ډموکراټان چې د کانګرس د استازو په جرګه کې اکثریت دي، د سرحدونو د بودجې د زیاتولو مخالفت کوي.

دا مهال د متحده ایالاتو په بودجه کې یو عشاریه درې میلیارده ډالر د سرحدونو د چارو لپاره ځانکړي دي او کانګرس له دې زیاتې بیسې نه‌دي تصویب کړي.

ولسمشر ټرمپ وايي، له مکسیکو سره پر پوله د دیوال له جوړولو يې هدف امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د راتګ او د نشه يي موادو د قاچاق مخنیوی دی.

نوموړي په خپل انتخاباتي کمپاین کې ویلي و چې مکسیکو به اړ کړي چې پر سرحد د دیوال جوړولو لګښت ورکړي، خو مکسیکو دا غوښتنه ونه منله.