سرچینه: لوی ملي ائتلاف به د محمد حنیف اتمر له کاندیداتورۍ نه ملاتړ وکړي

د ولسمشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم‌لېکنې پروسې د پیل په دوهمه ورځ د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، دغه ائتلاف به له دوو انتخاباتو او غوراویو نه کار واخلي.

د دغه ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویاند فضل رحمان اوریا

​"د افغانستان لوی ملي ائتلاف نېږدې ټولې لارې کارولي او هم به له یو ځانګړي ټکټه ملاتړ وکړي او خپله به هم یو انتخاباتي ټکټ جوړ کړي چې ډېر ژر به اعلان شي.​"

له بلې‌خوا د افغانستان د لوی ملي ائتلاف یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر له کاندیداتورۍ به ملاتړ وکړي.

د دغې سرچینې په وینا، د ملي امینت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل او په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي د ائتلاف له کاندیدانو شمېرل کېږي.

د سرچینې په وینا د افغانستان لوی ملي ائتلاف ممکن درېیم کاندید هم ولري.

د "افغانستان لوی ملي ائتلاف" له یو شمېر سیاسي ګوندونو او سیاسي شخصیتونه جوړ ائتلاف دی.

په‌دغه ائتلاف کې د اوسني او پخواني حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي:

  • د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم.
  • د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق.
  • د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني.
  • د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور.
  • د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي.
  • د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل
  • او یو شمېر نور کسان په‌دغه ائتلاف کې شامل دي.

که څه هم تردې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له یو شمېر احتمالي کاندیدانو له هغې ډلې د حزب‌اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي، خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې ښاغلی دوستم به له دغه ائتلافه بهر پریکړه وکړي او که‌ د ائتلاف له کاندیدانو به ملاتړ وکړي.

خو تردې وړاندې د ملي جنبش د ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج ازادي راډیو ته ویلي چې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال او ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم تصمیم لري چې د تُرک ‌تبارو یو کدر کاندید د لومړي مرستیال په توګه انتخاباتي ټیم ته معرفي کړي.

د ملي جنبش د ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج

په دې اړه نور: عبدالطیف پدرام انتخاباتو ته د کاندید په توګه نوم‌لیکنه وکړه

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې به د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه نېټه ترسره شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم‌ليکنې پروسه تېره ورځ پيل شوه او د ولسي جرګې غړی لطيف پدرام لومړنى نوماند و چې ځان يې راجسټر کړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وینا تراوسه نېږدې ۸۰ تنو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره معلوماتي کڅوړې اخېستې دي.

له دې وړاندې:

  • اوسني ولسمشر محمد اشرف غني.
  • د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر.
  • احمد ولي مسعود.
  • او یو شمېر نورو بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو په ولسمشریزو انتخاباتو کې خپل د نوماندۍ اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت په نوم سیاسي ګوند وايي، د دغه ګوند مشر محمد محقق له لوري له بېلابېلو انتخاباتي ټیمونو سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به خپل دریځ اعلان کړي.

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت مشر محمد محقق

د دغه ګوند ویاند عباس‌اګاه د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"اکثرو هغو کسانو چې د ټيم په سر کې دي له ښاغلي محقق سره خبرې کړي، خو تر ډېره دغه خبرې اترې له ښاغلي اتمر سره ترسره شوي، په راتلونکو ورځو کې به مشخص شي چې له کوم ټيم سره توافق کېږي؟ او بیا به انتخاباتو کمېسیون کې نوم‌لېکنې ته ورشي."

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځينې سرچينې د ګلبدين حکمتيار له ټاکنیز ټيم سره د ښاغلي محقق د یوځای کېدو خبر ورکړی و، خو ښاغلي اګاه دغه راپورونه ردوي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم دغه راپورونه ردوي او وايي، تراوسه د ښاغلي حکمتیار انتخاباتي ټيم په اړه خبرې پای ته نه‌دي رسېدلي.

ګلبدین حکمتیارد حزب اسلامي مشر

د دغه ګوند ویاند فضل غني حقمل ازادي راډيو ته وویل:

"د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لېکنې پروسې وخت لا پاتې دی او له ګوندونو او پېژندل شوېو شخصیتونو سره زموږ خبرې روانې دي او هرکله چې زموږ خبرې پای ته ورسېږي نتیجه به یې له خلکو سره شرېکه شي."

ښاغلی حقمل همدارنګه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کې د نوم‌لیکنې تر پای ته رسېدو پورې په یو شمېر ټيمونو کې د بدلونونو امکانات هم موجود دي.

راپور: ناجیه ساپۍ