د ارزګان سیمهییز امنیتي مسوولین وايي، پهدغه ولایت د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د پولیسو یوه پوسته په نښه شوې ده چې له امله يې ۶ پولیس ټپیان شوي دي.
په ارزګان کې د ملي پولیسو د لومړي کندک قوماندان زین الله نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند په کوټوالو سیمه کې هغه مهال کړی دی، کله چې بهرنیو ځواکونو په یاده سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو لپاره عملیات کول.
نوموړي وايي، له بهرنیو ځواکونو څخه دغه پوسته په خطا کې په نښه شوې.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست هم یاد برید ازادي راډيو ته تأیید کړی او ویلي یې دي چې افغان سرتېرو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.