يوې امريکايۍ ورځپاڼې راپور ورکړى چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دې غور کوي چې پخوانى ډيموکراټ سناتور جم ويب «Jim Webb» د دفاع د نوي وزير په توګه وټاکي او که نه؟
نيويارک ټايمز دغه راپور پرون پنجشنبه خپور کړى چې د ځينو چارواکو په حواله په کې ويل شوي، د ولسمشر ټرمپ د ادارې چارواکو له ٧٢ کلن ويب سره د دفاع وزارت د مسووليت اخېستلو په اړه تماس نيولى دى.
دا مهال د بوينګ شرکت پخوانى اجرائيه مدير پاتريک شنهن د امريکا د دفاع سرپرست وزير دى.
د امريکا پخواني دفاع وزير جېمز مټيس تېره مياشت د ولسمشر ټرمپ پر پاليسيو د اعتراض په ډول استعفا وکړه.