اریانا افغان هوايي شرکت وايي، یوه نوې الوتکه یې پیرلې

اریانا افغان هوايي شرکت وايي، یوه نوې الوتکه یې اخېستې ده.

د افغانستان دا ملي هوايي شرکت وايي چې دا الوتکه یې خپلو سپرلیو ته د مدرنو او ښو خدماتو د وړاندې کولو په هدف رانیولې ده.

دا الوتکه له ۱۲۰ تر ۱۳۰ تنو سپرلیو لپاره ده.

د اریانا افغان هوايي شرکت چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا الوتکه یې په څلورنیم میلیون ډالرو پېرودلې ده.

اریانا افغان هوايي شرکت حاضردمه په اوونۍ کې ۳۰ الوتنې ۹ ښارونو ته کوي.