د بې پولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې پر ۲ راډیوګانو حملې وغندلې

د بې پولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې پر دوو راډیوګانو حملې وغندلې.

دې ټولنې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې پر دوو راډیويي سټېشنونو حملې شوي دي.

لومړۍ حمله د دسمبر په ۲۳ په نورستان او دوهمه د دسمبر په ۲۶ نېټه د هرات په غوریان ولسوالۍ کې وشوه.

له بلې خوا د افغانستان یوې محکمې درې تنه د بي بي سي د یوه خبریال په قتل کې پر لاس لرلو محکوم کړل.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ دفتر پرون پنجشنبه وویل، د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې ابتدائیه محکمې یو تورن په اعدام محکوم کړ.

د بي بي سي افغان خبریال احمدشاه د تېر میلادي کال د اپریل په دېرشمه نېټه په خوست ولایت کې وویشتل شو.

طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي وو.