د سعودي عربستان دولتي رسنۍ وايي چې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل پرسر د ۱۱ تنو محاکمه په پلازمېنه ریاض کې پرون پنجشنبه پیل شوه.
څارنوالانو د څلورو تورنو لپاره د اعدام غوښتنه کړې ده.
تراوسه پورې پهدې قضیه کې د تورنو کسانو نومونه رسماً نهدي اعلان شوي.
د سعودي عربستان د حکومت منتقد جمال خاشقجي چې په امریکا کې اوسېده، د تېرکال د اکتوبر په دوهمه نېټه هغه مهال ووژل شو چې د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت.
د ده مړی تراوسه پورې موندل شوی نهدی.