هند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي ورته ویلي چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، د هند صدراعظم بیا بیا ورته ویلي چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی او توقع یې وه چې ورڅځه مننه وکړي.
د هند د حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا هېواد د افغانستان د پراختیايي شریک په توګه ډېر مهم رول لوبوي او ګڼې داسې پروژې یې په افغانستان کې بشپړې کړي چې د دغه هېواد د خلکو د ژوند له ښه کېدو سره یې مرسته کړې ده.
د هند د حکومت په خبرپاڼه کې د دغه هېواد په مرسته د ۲۱۸ کیلومتر سړک، د اوبو لګولو د بند او د هند په پوهنتونونو کې د زرګونو افغان محصلانو د زدهکړو یادونه شوې ده.