حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق په انتخاباتي ټکټ سلا شوي

ارشیف، حنیف اتمر د ملي امنیت پخوانی سلاکار

حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره په یوه انتخاباتي ټکټ سلا شوي دي.

د حنیف اتمر د ټیم یوه باوري غړي ازادي راډیو ته وویل، حنیف اتمر د انتخاباتي ټکټ د بشپړولو لپاره یونس قانوني د خپل لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه انتخاب کړي.

یاده سرچینه وایي، درې واړه کسان به د کاندیداتورۍ د رسمي ثبت او اعلان لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولاړ شي.

له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار له ټیم سره د دوهم مرستیال په توګه د محمد محقق د ټاکل کېدو په اړه هم اوازې خپرې شوې وې، خو د وحدت اسلامي ګوند دا اوازې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره رد کړې.

د انتخاباتي ټکټونو د بشپړېدو هڅې داسې وخت ګړندۍ شوي چې د ولسمشرۍ کاندیدانو د ثبت بهیر نن د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شو.