ارګ له امریکا نه د وروستیو بیانونو په اړه وضاحت غوښتی

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې پر افغانستان د شوروي یرغل په نړیواله کچه غندل شوی و او پر ضد یې د ملګرو ملتونو د سازمان اعلامیه خپره شوې وه.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه خپره شوې ویل شوي چې د امریکا له متحده ایالاتو یې په دې ارتباط د وروستیو بیانونو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون د خپلې کابینې غونډې ته په وینا کې چې له ټلوېزیونه خپرېده، وویل پخواني شوروي په ۸۰مه لسیزه کې د دې لپاره افغانستان ته ځواکونه ورواستول چې ترورېستان له افغانستانه ورتلل، هغوی حق درلود چې په افغانستان کې وي، خو ستونزه دا ده چې جګړه سخته وه، شوروي په افغانستان کې دېوالي او په روسیه بدل شو.

د افغانستان په خاطر داسې ډېرې سیمې چې تاسو یې نن نومونه اورئ د روسیې برخه نه‌دي.

ټرمپ وویل، ولې روسیه، هند او پاکستان اوس هلته نه‌جنګېږي او د امریکا ځواکونه ولې له زرهاوو کېلو متره لیرې ځايه، مجبور دي چې هلته جنګ وکړي؟

د ارګ په بیان کې د ډونالد ټرمپ نوم نه‌دی اخیستل شوی، خو په‌کې ویل شوي چې له ډیپلوماتیکو چاینلونو یې له واشنګټنه وضاحت غوښتی دی.

ارګ ویلي چې د افغانستان حکومت داسې ګڼي چې د یوه هېواد رسمي پالېسۍ او خبرې به توپیر لري او هیله‌یې څرګنده کړې چې واشنګټن به وضاحت ورکړي.