د سعودي ژورنالېست، جمال خاشقجي د قتل په تور د ۱۱ کسانو محاکمه نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه په ریاض کې پیل شوه.
د سعودي رسمي خبري اژانس وايي چې څارنوالانو د پنځو تورنو کسانو لپاره د اعدام حکم غوښتی دی.
جمال خاشقجي د نړۍ په کچه پېژندل شوی ژورنالېست و چې د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
د هغه په قتل د تورنو کسانو نومونه لا نهدي خپاره شوي.
جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدانو و.