د بي بي سي د خبریال، احمد شاه د وژلو په جرم درې کسان محاکمه شول

د بي بي سي خبریال احمد شاه د جنازې مراسم

د بي بي سي د خبریال، احمد شاه د وژلو په جرم درې کسان نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، محاکمه شول.

د چارواکو په وینا، دا کسان په بګرام کې بندیان وو.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ په وینا، له درېیو محاکمه شویو کسانو یو په اعدام او دوه نور په ۳۰ او شپږ کاله زندان محکوم شوي دي.

خبریال احمد شاه د اپرېل په ۳۰مه په خوست کې خپل کور ته په لاره کې ووژل شو.

وسله‌والو طالبانو هغه وخت وویل چې په پېښه کې لاس نه‌لري.

لویې څارنوالۍ په دې اړه چې د احمد شاه د قتل انګېزه څه وه یا محاکمه شوي کسان څوک دي، معلومات نه‌دي ورکړي.