د کونړ د عامې روغتیا ریاست وايي چې ۳۰ زره ماشومان د پولیو یا د کوچنیانو د فلج پر ضد له واکسینه محروم شوي دي.
د کونړ د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عزیز الرحمن ساپي نن د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په ډېرو سیمو کې وسلهوال د پولیو د واکسین له کمپاین سره مخالفت کوي.
ښاغلي ساپي وویل چې د کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې وسلهوالو ډلو له واکسین سره مخالفت زیات کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان د نړۍ په وروستیو هېوادونو کې دی چې د کوچنیانو ګوزڼ د ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړ دی.