«م.م»: په ۲۰۱۸ کې تر ۳۴۳ زره زیات افغانان کورونو پرېښودو ته اړ شوي

ارشیف، په ننګرهار کې یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وایي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۳۴۳ زره زیات افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

دې ادارې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه ، په یوه راپور کې ویلي چې د ډسمبر میاشتې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د تقریباً یو نیم زر افغانانو د بې‌ځایه کېدو راپور ورته رسېدلی دی.

ملګري ملتونه وايي چې جګړه، وچکالي او نور طبیعي افتونه په افغانستان کې د خلکو د بې‌ځایه کېدو اساسي دلایل دي.