په روسیه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته ورسېد

په روسیه کې نړېدلې ودانۍ

په روسیه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته ورسېد.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې یوه ۱۰ پوړیزه ودانۍ د نوي کال په شپه ونړېده.

روسي چارواکو ویلي چې ودانۍ ښايي د ګاز د انفجار له امله نړېدلې وي.