د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربان قلي بردي محمدف خپل زوی سردار بردي محمدف د هغه هېواد د مرکزي ولایت، اهال د والي مرستیال ټاکلی دی.
د ترکمنستان اهال ولایت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.
سردار بردي محمدف ۳۷ کلن دی.
د هغه د مقررۍ د خبر بیان پرون چهارشنبه د جنورۍ ۲مه د ترکمنستان د جمهوري ریاست پر رسمي وېبپاڼه خپور شو.
سردار بردي محمدف به له نوې څوکۍ سره د ترکمنستان د پارلمان غړی پاتې شي، خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له څوکۍ به استعفا وکړي.