په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډیپلومات ځان پټ کړی دی.
دا خبر د جنوبي کوریا د پارلمان یوه غړي کېم من کي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه په سیول کې خبریالانو ته ورکړ.
هغه ویلي چې د هغوی د ملي استخباراتو ادارې دا معلومات په سري غونډه کې ورسره شریک کړي دي.
کېم خبریالانو ته ویلي چې په روم کې د پیونګ یانګ سرپرست سفیر او د هغه مېرمن د نومبر د میاشتې په پیل کې هلته له خپل رسمي استوګن ځایه وتلي او بېدرکه دي.
د شمالي کوریا د سرپرست سفیر د کار موده د جنورۍ د میاشتې په پای کې ختمېده.
داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په روم کې د شمالي کوریا سرپرست سفیر په یوه غربي هېواد کې سیاسي پناه غوښتې ده.
شمالي کوریا پهدې اړه غبرګون نهدی څرګند کړی.