د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هند ته لاړ

ارشیف، د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه د خبرو لپاره هند ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا وايي چې حمدالله محب نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، د هند له لوري د رسمي بلنې پر اساس هغه هېواد ته ولاړ.

له هندي لوري د حمدالله محب د خبرو جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

ټاکل شوې چې په نږدې وخت کې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په اړه د خبرو کوربه وي.

وسله‌والو طالبانو مکرراً د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړې دي.