په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې رسمي بهیر نن پنجشنبه د جنورۍ په ۳مه، پیل شو.
د ازادي راډیو خبریال وایي چې د کاندیدۍ لپاره یو شمېر کسان هم رامخکې شوي، خو رسماً د چا د نوم د ثبتېدو خبر نهدی ورکړل شوی.
په همدې حال کې د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت په نوم سیاسي حزب رد کړه چې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق به د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار په انتخاباتي ټیم کې شامل شي.
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت حزب ویاند عباس اګاه نن په یوه بیان کې چې ازادي راډیو ته استول شوی، ویلي چې محمد محقق به د وحدت اسلامي حزب له لوري په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ثبتوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د سرطان په میاشت کې دي.