افغانستان له پاکستان سره بیا د مالوچو په اړه یوه هوکړه وکړه

ارشیف، د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا په یوه خبري کنفرانس کې

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، افغانستان له پاکستان سره یو ځل بیا د مالوچو د سوداګرۍ یو کلنه هوکړه لاسلیک کړه.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل، د روان میلادي کال په ترڅ کې به په هره یوه میاشت کې له سلو تر یو نیم سل موټره مالوچ پاکستان ته صادرېږي.

د ښاغلي حاجي اغا په خبره، د افغانستان په فاریاب، بلخ، کندهار، هلمند او یو شمېر نور ولایتونو کې د مالوچو په کاروبار تر ۳۰۰۰ کسان بوخت دي.

یاد بورډ له افغان حکومت او پاکستانه وغوښتل چې د درېیو میاشتو په موده کې په جمرود کې د مالوچو د سلو درول شویو موټرو برخلیک دې هم په ډاګه او پاکستان ته دې د ورتګ اجازه ورکړل شي.