په پام کې ده چې د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د ډموکراتانو مشره نانسي پلوسي به د دې جرګې د ۱۱۶مې کاري دورې مشري په غاړه واخلي.
پلوسي چې مخکې له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه هم د څلورو کلونو په مخه د استازو د جرګې مشره وه، دغه دنده نن چې د دې جرګې ۴۳۵ غړي غونډه کوي، پیل کړي.
د تېرې نومبر میاشت کې د کانګرس لپاره په منځمهاله انتخاباتو کې د ډموکراتانو بري دې ته زمینه برابره کړه چې ډموکرانان په ۲۳۵ غړو سره د دې جرګې اکثریت چې مخکې له جمهوري غوښتونکو سره و، خپل کړي.
۷۸ کلنه پلوسي د ولسمشر ټرمپ یوه له سختو منتقدینو ده او اکثره ډموکراتانو هم ویلي چې له روسیې سره د هغه د اړیکو، د هغه د سوداګرۍ د معاملو، خیریه ټولنو او نورو کارونو په اړه به جدي څېړنې وکړي.
جمهوري غوښتونکو بیا په سنا جرګه کې چې ۱۰۰ غړي لري، د ۵۳ غړو په لرلو سره خپل اکثریت ساتلی دی.