د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د هند بې‌پیلوټه الوتکه‌یې نسکوره کړې

آرشیف، د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور په روالپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دوو ورځو کې یې د هند دوهمه بې‌پیلوټه «ډرون» الوتکه نسکوره کړې ده.

د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور په یوه بیان کې ویلي دي چې د جاسوسۍ لپاره دا راستول شوی ډرون د جنورۍ په دوهمه په کشمیر کې راوغورځول شو.

اصف غفور په ټویټر کې د یوې بې‌پیلوټه نسکورې شوې الوتکې عکس هم خپور کړی دی، خو په‌دې برخه کې یې نور توضیحات نه‌دي ورکړي.

پاکستان د جنوري په لومړۍ نېټه هم د یوې هندي ډرون د نسکورېدو خبر ورکړی و.

نوې ډېلي په دې اړه څه نه‌دي ویلي.