د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د پنجشنبې په ورځ به ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوملیکنې پروسه په رسمي توګه پيل شي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروسه به د جدي تر وروستیو دوام وکړي او بیا به د اسنادو د څېړلو بهیر پیل شي.
دا چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د کاندیداتورۍ لپاره څه شرایط اېښودل شوي، د ازادي راډیو خبریال رحمتالله افغان له ښاغلي سادات سره پهدې اړه مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5