حزب اسلامي: د انتخاباتي ټکټ په اړه خبرې وروستۍ شوي او ژر به‌یې اعلان کړو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه غونډه کې د وینا پر مهال

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې د دغه حزب د مشر په اړه له مطرحو سیاسي ګوندونو سره د انتخاباتي ټکټ د جوړولو خبرې وروستۍ شوې دي.

د دغه حزب د مطبوعاتي ټیم غړي فضل غني حمقل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» ازادي راډيو ته وویل، ډېر ژر به انتخاباتي ټکټ اعلان شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د جمهوري ریاست د انتخاباتو د یو ټیم د جوړېدو په اړه د حزب اسلامي او ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو ترمنځ خبرې روانې دي، خو وروستۍ شوې دي، ډېر ژر به د دغو خبرو پایلې د رسنیو له لارې شریکې شي."

که څه هم ښاغلي حقمل په‌دې اړه زیات معلومات ورنه‌کړل، خو یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې ګلبدین حکمتیار د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندید او عبدالرشید دوستم، د لومړي مرستیال او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه په انتخاباتي ټکټ توافق کړی.

بل‌خوا له څه مودې راهیسې د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د انتخاباتي ټکټ د رامنځته کېدو په اړه د بېلابېلو ګوندونو او سیاسي جریانونو ترمنځ خبرې روانې دي.

له دې وړاندې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود او یو شمېر نورو بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو په ولسمشریزو انتخاباتو کې خپل د نوماندۍ اعلان کړی دی.

د نوي انتخاباتي مهالوېش له مخې د راتلونکي لمریز کال د سرطان په ۲۹مه د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د چهارشبنې په ورځ په رسمي توګه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدۍ د معلوماتي کڅورې د ترلاسه کولو بهیر پای ته ورسېد.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، د دوو ښځو په ګډون شااوخوا ۷۰ تنو د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي او سبا به په رسمي ډول د نوم‌لیکنې پروسه پیل شي.

د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"نن ورځ په رسمي ډول ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د معلوماتي بستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده او ټاکل شوې سبا په رسمي ډول د نوم لیکنې پروسه پيل شي، تر اوسه د دوو ښځو په ګډون ۷۰ تنو معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي."

د ښاغلي ابراهیمي په وینا ټاکل شوې د جدي په ۱۳مه چې د پنجشنبې له ورځې سره برابره ده، یو شمېر سیاسي او جهادي مشران په رسمي توګه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځانونه نوماند کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان