د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې د یوې لوړپوړيزې ودانۍ د ړنګېدو په نتیجه کې تر اوسه د ۱۶ کسانو مړینه تأیید شوې ده.
دا پېښه د دوشنبې په ورځ د یوې چاودنې په نتیجه کې شوې ده.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن ویلي چې تر دې ودانۍ لاندې شویو کسانو د مړو د را ایستلو هڅې دوام لري.
تر اوسه ۲۵ تنه نور لادرکه دي.
روسي چارواکي وایي، په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د یوه ماشوم په ګډون شپږ تنه نور د خاورو له انبارونو څخه ژوندي رایستل شوي دي او روغتون ته انتقال شوي.
پلټونکي وایي، دا چاودنه د طبیعي ګازو له کبله شوې.
د روسیې تحقیقاتي ادارې پرون وویل چې داسې نښې یې نهدي موندلي چې وښیي په ودانۍ کې دې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وي.