د سرپل چارواکي وایي، طالبان د دغه ولایت مرکز ته په نږدو سیمو کې راټول شوي او پر مرکز د ډلهییزو بریدونو هڅه کوي.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني ازادي راډیو ته وویل چې که مرستندویه ځواکونه پر وخت ورونهرسېږي، طالبان به پر مرکز سربېره په صیاد او سوزمه قلعه ولسوالیو کې ډلهییز بریدونه پیل کړي.
د اماني په خبره تېره شپه د ناسمې هوا له کبله طالبانو ونهشو کولای بریدونه وکړي.
د شاهین قول اردو د لومړۍ لوا د رسنیو مسؤل بیا ویلي چې د مرستندویه ځواکونو استول او د بېړنیو عملیاتو پیل د دغې لوا په صلاحیت کې نهدی او باید دفاع وزارتیې په اړه پرېکړه وکړي.
وسلهوالو طالبانو تر دې یوه ورځ وړاندې هم د سرپل پر صیاد ولسوالۍ او قشقري سیمه چې د تېلو یوه بډایه سیمه ده، ډلهییز بریدونه وکړل، شااوخوا ۲۰ سرتېري یې ووژل او تر ۲۰ ډېر یې ټپیان کړل.