اوکراین وایي، د کیف او د دغه هېواد په ختیځ کې د مسکو پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د اوربند سره سره د نښتو په نتیجه کې یو اوکرایني سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د اوکراین دفاع وزارت نن ویلي چې بېلتونپالو دا اوربند نقض کړی دی او تېره ورځیې په ټوپک، لاسي بم او د هاوان درې ځلې ډزې کړې دي.
د اوکراین دفاع وزارت زیاتوي د اوکرایني پوځیانو په متقابلو ډزو کې یو بېلتون غوښتونکی وژل شوی او څلور نور یې ټپیان دي.
بېلتونپالي هم حکومتي ځواکونه د اوربند په نقضولو تورنوي.
د اوکراین په ختیځ کې په څلور کلنه جګړه کې تر ۱۰ زره او ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.